سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهزلمی خلیلزاد:ایران نه غوښتي چې افغان کډوال په "مدني او د درناوي...

زلمی خلیلزاد:ایران نه غوښتي چې افغان کډوال په “مدني او د درناوي وړ” ډول بېرته افغانستان ته واستوي.

ویب ډیسک

زلمی خلیل‌زاد په خپل اېکس له ایران غوښتي چې افغان کډوال په “مدني او د درناوي وړ” ډول بېرته افغانستان ته واستوي.

 

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي ویلي، په پوله کې له ایرانه د ایستل شویو کډوالو د وضعیت په اړه “اندېښمنوونکي راپورونه” ترلاسه کړي دي.

 

ښاغلي خلیل‌زاد ټینګار کړی چې د وضعیت د ښه‌والي لپاره یوه اغېزناکه لاره دا ده چې د ایستلو بهیر ورو شي او له افغان او نړۍوالو مرستندویو بنسټونو سره همغږي وشي.

 

هغه زیاته کړې چې ډېری هغه افغانان چې له ایرانه ایستل کېږي په خپل هېواد کې د اوسېدو ځای نه لري او افغانستان چې لا هم له جګره وروسته له سختې بې‌وزلۍ سره مخ دی، نشي کولای دا شمېر راستنېدونکي په لنډ وخت کې جذب کړي.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه