ویب ډیسک
بسمالله جان شینواری، چې د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې د لومړنیو نړیوالو لوبڅارانو له ډلې شمېرل کېده، د ۴۱ کلونو په عمر وفات شو. نوموړی د یوې ناروغۍ له امله د ۲۰۲۵ کال د جولای په اوومه نېټه له دې نړۍ سترګې پټې کړې. د هغه مړینې د افغانستان ورزشي ټولنه ژوره خواشینې کړې ده.
شینواری د کرکټ په نړۍ کې یو پېژندل شوی نوم و، چې د خپل دقیق، بېپلوه او مسلکي قضاوت له امله یې د نړیوالو لوبغاړو درناوی خپل کړی و. نوموړي د خپلې لوبڅارۍ پر مهال په ۳۴ یو ورځنیو (ODI) او ۲۶ شل اووریزو (T20I) نړیوالو لوبو کې قضاوت کړی و. د هغه وروستۍ لوبه د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې د عمان او متحده ایالاتو تر منځ ترسره شوې وه.
د افغانستان کرکټ بورډ په یوه خپره شوې اعلامیه کې د نوموړي پر مړینه خواشیني ښودلې او هغه یې د هېواد لپاره یو ویاړلی شخصیت بللی دی. همدارنګه، د کرکټ نړیوالې شورا او د نورو هېوادونو لوبغاړو هم د نوموړي مړینه ضایع ګڼلې ده.
بسمالله جان شینواری نه یوازې یو لوبڅار و، بلکې د کرکټ د اصولو، عدالت، او ورزشي اخلاقو یو ژوندی مثال ګڼل کېده. د هغه له لاسه ورکړه یو لوی زیان بلل کېږي، خو میراث به یې د افغان کرکټ په پاڼو کې تلپاتی پاتې شي.


