ویب ډیسک
اسلامآباد کې د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو ترمنځ د سیاسي مشورتي میکانیزم لومړۍ غونډه ترسره شوه.
د افغانستان له لوري د پلاوي مشري د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي برخې رئیس مفتی نور احمد نور کوله، او د پاکستان له خوا د افغانستان او لویدیځې آسیا د چارو لپاره د بهرنیو چارو وزارت سکرتر سید علي اسد ګیلاني د پلاوي مشري وکړه.
په غونډه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو سیاسي اړیکو، سوداګرۍ، ټرانزیټي همکاریو او سیمه ییز اتصال په اړه بحث او خبرې وکړې، همدارنګه د سیمې او نړیوالو سیاسي مسایلو ته هم پاملرنه وشوه.
دواړو خواوو د پاکستان په زندانونو کې د افغان بندیانو او د افغان مهاجرو د ستونزو د حل، او افغان ناروغانو او سوداګرو ته د ویزو د ورکړې د اسانتیاوو پر اړتیا ټینګار وکړ.
په پای کې دواړو لوریو د موجوده ننګونو د حل لپاره د دوامداره تماس او همکاریو ډاډ ورکړ او ټینګار یې وکړ چې سیمه ییز پرمختګ او دوه اړخیزې اړیکې د امنیت له پیاوړتیا سره تړلي دي.
#افغانستان
#پاکستان
#سیاسي_مشورتي_میکانیزم
#اسلام_آباد
#دوه_اړخیزې_اړیکې
#سوداګري
#مهاجرین
#امنیت


