دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهریچارډ بینټ وايي د روسیې له خوا د د افغانستان اوسني واکمن...

ریچارډ بینټ وايي د روسیې له خوا د د افغانستان اوسني واکمن له رسمیت پېژندلو «ناهیلی او اندېښمن» دی

ویب ډیسک

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ ویلي چې طالبان دې تر هغو پورې عادي نه‌ګڼل کېږي، څو یې چې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې عملي او باور وړ بدلونونه نه وي راوستي.

 

بېنټ شنبه د چنګاښ پر ۱۴مه په خواله شبکې اېکس کې لیکلي چې د روسیې له خوا د طالبانو له رسمیت پېژندلو «ناهیلی او اندېښمن» دی.

 

نوموړي زیاته کړې: «زه د روسیې له خوا رسمیت پېژندلو ناهیلی کړی یم چې خطرناک ساری جوړوي او په افغانستان کې او له هغې اخوا رژيمونه هڅوي چې له مجازاتو پرته له بشري حقونو سرغړونې وکړي.»

 

روسیې دوه ورځې وړاندې اعلان وکړ چې په افغانستان کې د طالبانو رژیم د امنیتي همکاریو او له نشه‌يي توکو سره د مبارزې لپاره په رسمیت پېژني.

 

له دې وړاندې د افغان ډيپلوماتانو د انسجام ټولنې د روسیې پرېکړه د نړیوالو قوانینو خلاف بللې وه.

 

د روسیې دې پرېکړې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه