ویب ډیسک
د ټیسلا او سپېس ایکس مشر ایلان مسک، د ولسمشر ټرمپ له مالیاتي قانون سره د مخالفت په دوام کې د «امریکا ګوند» جوړېدو اعلان وکړ.
رویټرز ویلي، چې د امریکا له موثریت ادارې تر ګوښه کېدو وروسته، دا د ایلن ماسک له ولسمشر ټرمپ سره د شخړې تازه پړاو ښيي.
وروسته له هغې چې ماسک په ایکس له خلکو رایه واخیسته چې د یوه نوي ګوند جوړېدو ته اړتیا شته که نه؟ چې د پراخ ملاتړ وروسته یې تازه وویل:
«نن د امریکا ګوند جوړ شو، څو ستاسو آزادي بېرته درکړي!»
د ټرمپ له لوري د امریکا مالیاتي قانون تصویب شوی، خو ایلن ماسک له سخت مخالفت سره ویلي، چې دا به امریکا له ډيوالي کېدو سره مخ کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه نه ولسمشر ټرمپ او نه هم د سپینې ماڼۍ د ماسک له لوري د نوي ګوند په تړاو غبرګون ښودلی.
ایلن ماسک د ولسمشر ټرمپ له بریالي کېدو وړاندې د هغه په ټاکنیزو کمپاینونو کې نږدې ۳۰۰ میلیونه ډالر ولګول چې وروسته د ټرمپ په اداره کې د امریکا د موثریت ادارې مشر شو.
دوی له لنډې سیاسي ملګرتیا وروسته د ولسمشر ټرمپ په مالياتي قانون سره وران شول او دا سیاسي ملګرتیا تر لفظي شخړو او بېلتون پورې ورسېده.
# #US #AmericaParty @elonmusk @realDonaldTrump


