ویب ډیسک
په شمالي وزیرستان کې یوه موټر بم برید لږ تر لږه ۱۳ پاکستاني سرتیري وژلي او ۲۹ سرتیري او ملکیان یې ټپیان کړي دي. د ټپي سرتیرو شمېر ۱۰ او د ټپي شویو ملکیانو شمېر چې ماشومان هم په کې دي، ۱۹ یاد شوی دی.
فرانس پریس اژانس د ځایي چارواکو په حواله ویلي، ځانمرګي بریدګر نن ( شنبه د چنګاښ ۷مه) له چاودیدونکو توکو ډک موټر د پوځ له کاروان سره وجنګوه.
تراوسه د پاکستاني پوځ په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.
سملاسي د برید مسولیت هم کومې ډلې نه دی منلی، خو پخوا دغه ډول بریدونه تر ډیره د تحریک طالبان پاکستان له خوا شوي دي.
د ازادۍ راډیو مشال څانګه یوه بل خبر کې وایي چې نن سهار پیښور کې نامعلومه کسانو یو پولیس په ډزو وژلی دی.
د شاه پور تاڼې مدد محرر اسلام مشال راډيو ته وویل چې ۴۰ کلن شهنشاه نومي پوليس د جون پر ۲۸مه سهار له کوره د کار پر لور روان وو چې د شاه پور په حاجي اباد سيمه کې پرې برید وکړ.
د دوی په وینا، برید داسې وسله والو کړی چې پر موټرسایکل سپاره وو. دی وايي پولیس عسکر د پېښور ليډي ريډنګ ته وړل روغتون ته وړل شوی او هلته یې سا ورکړې ده.
د دې پېښې زمه واري لا چا نده منلې. پولیس وايي پلټنې کوي.
پاکستان په دې وروستیو کې د ورته ترهګریزو پیښو د ډیریدو خبر ورکوي او د راپورونو له مخې تېر ۲۰۲۴ کال په پاکستان کې د ترهګریزو پیښو له اړخه تر ټولو ډیر خونړی و.


