سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد تښتول شوي ماشوم مصویر خان کاکړ جسد موندل شوی

د تښتول شوي ماشوم مصویر خان کاکړ جسد موندل شوی

پښتو جرنل

د ظاهري بڼې له مخې مړی د مصور کاکړ ښکاري، خو د کورنۍ لخوا د ډي اين اې معاینې غوښتنه شوې – سرچينې

 

مړی تېره ورځ د کورنۍ غړو ته وسپارل شو او ښخ کړای شو، خو د ډي اين اې راپور تر ترلاسه کېدو وروسته به وروستی اعلان وشي – سرچينې

 

تېر کال له کوټې څخه تښتول شوی ماشوم مصور خان مړی موندل د یوې معما بڼه اخستې ده. ډېر باخبره سرچینو دا تأیید کړې چې د مستونګ د اسپلنجي له سیمې موندل شوی ماشوم مړی د مصور خان دی، خو د اوږدې مودې له امله مړی خراب شوی و. دغه مړی تېره ورځ د کورنۍ غړو ته وسپارل شو او خاورو ته وسپارل شو، خو کورنۍ یې اوس هم د دې په اړه خبرو ته چمتو نه ده.

 

د مصور خان د کورنۍ یوه غړي د ډېر راز ساتلو په شرط وویل چې حکومت موږ ته یو داسې مړی راکړی چې ظاهري بڼه یې د مصور خان سره ورته ده، خو موږ له چارواکو سره دا خبره شریکه کړې چې د مړي د ډي اين اې ټسټ تر بشپړېدو وروسته دې د مصور خان د شهادت رسمي اعلان وکړي.

 

یادونه باید وشي چې د مصور خان د تښتونې مسؤلیت د داعش ترهګرې ډلې منلی و، او هغوی دروند تاوان غوښتنه کړې وه.

 

د کورنۍ د غړي په وینا، موږ ته چارواکو وویل چې په بولان کې د عملیاتو پر مهال یو ترهګر وژل شوی و، او د هغه د موبایل فون له فرانزیک وروسته یوه داسې انځور ترلاسه شوی چې یو ماشوم په وینو لړلی و. له نورو عکسونو څخه د سیمې پېژندنه وشوه، وروسته امنيتي ځواکونو هلته عملیات وکړل او مړی یې وموند. دغه سیمه مستونګ، اسپلنجي ښودل شوې.

 

موږ ته خبر راکړل شو، موږ مړی ولید، چې له مصور خان سره یې زیات ورته والی درلود. چارواکو موږ ته وویل چې د رمضان په میاشت کې د داعش پر ضد هلته عملیات شوي وو، چې ګڼ ترهګر پکې وژل شوي وو. وروسته د پاتې ترهګرو موجودیت د بولان، مچ سیمه کې تایید شو، چې تېره میاشت هلته هم عملیات وشول.

 

د کورنۍ په وینا، تښتوونکو وروستی ځل د روژې په میاشت کې اړیکه نیولې وه، وروسته بیا هېڅ اړیکه نه ده شوې. د لوړپوړو حکومتي چارواکو له خوا موږ ته د قضیې په اړه معلومات راکړل شوي، چې له مخې یې د تښتوونکو له خوا کارول شوې موټر هم پیدا شوی دی.

 

په پیل کې چې کوم ځای کې ماشوم ساتل شوی و، هلته هم عملیات وشول، چې ګڼ کسان پکې ووژل شول. دغه اقدامات د کورنۍ له سخت احتجاج وروسته پیل شوي وو. د بلوچستان وزیراعلی د شخصي دلچسپۍ له امله د قضیې پلټنې پراخې شوې، خو اوس دا ډېره د خفګان وړ خبر ده، خو بیا هم موږ د ډي اين اې ټسټ د نتیجې په تمه یو. د راپور له ترلاسه کېدو وروسته به د بلوچستان حکومت د مصور خان د شهادت رسمي اعلان وکړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه