دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهليکنيمقاله |ټرمپ پوهیده چې د ایران او اسرائیلو جګړه د امریکا د...

مقاله |ټرمپ پوهیده چې د ایران او اسرائیلو جګړه د امریکا د زوال پیلامه ده

لیکوال: عاطف مشعل

اسلام اباد کې د افغانستان پخوانی سفیر

 

د ایران لخوا په قطر کې پر امریکایي هډې له برید وروسته، ټرمپ د جنګ د دریدو او نه ځواب ویلو دریځ غوره کړ او په تعقیب یې د ایران او اسرایلو ترمنځ د اوربند اعلان هم وکړ. دا د ټرمپ له پخواني موقف څخه، چې ایران باید بدون له قید او شرطه تسلیم شي، د کامل په شاتګ ښودنه کوي. ټرمپ له سختو انتخابونو سره مخ وو. له یوې خوا د امریکا په خارجي سیاست د اسرایلو نفوذ؛ او له بلې خوا دده د( امریکا د حیثیت اعاده) شعار چې په اساس یې انتخابات وګټل. ټرمپ پوهیده چې داجګړه د امریکا د ګټو سره په تضاد کې ده او نه تنها چې ګټل یې محال دي بلکه د امریکا د زوال پیل کیدی شي.

 

‏ایران سره له دې چې د پام وړ زیان ولید، خو له دې تپل شوي جنګ څخه بریالی راووت. د اسرایلو لخوا درې ټاکل شوي اهداف: د ایران اتومي توان له منځه وړل، د بالستیک توغندیو زیرمې ویجاړول، او د رژیم تغیر؛ یو هم پوره نشول. نه د ایران اتومي توانایي په بشپړ ډول له مینځه یووړل شوه، نه د بالستیک توغندیو زیرمې ویجاړې شوې او نه هم رژیم وپرځول شو. سربیره پردې، ایران د اسرایلو په اصطلاح د اوسپنې په ګنبد پوښل شوي ښارونه په بیساري ډول په نښه او اکثر خاص نظامي اهداف یې ویجاړ کړل او ټولې سیمې ته یې خپل نظامي ځواک وښود.

‏ داچې ایران په خپلو اتومي تاسیساتو د امریکا یرغل په پوره قدرت سره ځواب کړ، په دې معنی وو چې دوی تسلیمیدو ته غاړه نږدي. امریکا مجبوره شوه او د جنګ د دریدو اعلان یې وکړ. د اوربند غږ له امریکا او اسرایلو اوچت شو، دا ایران ته د واضح بري په معنی دی.

‏ایران شاید زیانمن او زخمي وي، خو د جنګ له میدانه بریالی راووت.

‏و به کتل شي چې اسرایل به څومره دې تعهد ته پابند پاتې کیږي؟ ځکه دا اوربند به د نتنیاهو د قدرت په قیمت تمام شي.

 

یادونه: پښتو جرنل د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د پښتو جرنل نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ یې کټ مټ دلته خپروو.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه