ویب ډیسک
روېټرز خبرې اژانس په خپل راپور کې لیکلي – ايران د پنجشنبې په ورځ په اسرائيل هغه توغندی وويشت چې کوچنۍ بمونه يې خپرول، د اسرائيلي پوځ او د اسرائيل په واشنګټن کې سفارت وايي ، دا د روان اووه ورځني جنګ کې د کلستر بمونه په لومړی ځل کارول شوي
سفارت روېټرز ته په يوه برېښناليک کې ويلي: «نن د ايران وسلهوال ځواکونو داسې توغندی توغولی چې کلستر مهمات يې درلودل او د اسرائيل په يو ګڼ مېشت ملکي سيمه کې يې توغولی دی.» هغوی نه ده څرګنده کړې چې کومه سيمه هدف ګرځېدلې ده.
«کلستر وسلې داسې ډيزاين شوي چې پر پراخه سيمه خپرې شي او د زيان رسولو چانسونه زيات کړي،» ياد برېښناليک زياتوي. «ايران په ناقانونه ډول قصداً پر ملکي سيمو توغندی ويشتلی او هڅه کوي چې د پراخو خپرېدونکو وسلو له لارې پر ملکي وګړو زيات زيان واړوي.»
د ملګرو ملتونو لپاره د ايران ماموريت سمدستي د تبصرې لپاره ځواب نه دی ویلی.
د اسرائيلي پوځ له قوله، توغندي سرکټ شاوخوا ۷ کیلومتره (۴ میله) لوړوالی کې پرانیستل شو او شاوخوا ۲۰ فرعي مهمات یې د شاوخوا ۸ کیلومتره (۵ میله) په قطر کې خپاره کړل، چې مرکزي اسرائيل یې وځپه.
د “ټايمز اف اسرائيل” د پوځي خبریال، امانوئل فابیان، د راپور له مخې، یو له دغو فرعي بمونو د اسرائيل په مرکزي ښار آزور کې يو کور وواهه، چې ځینې تاوانونه يې اړولي، خو د تلفاتو راپور نه دی ورکړل شوی.
کلستر بمونه ځکه لانجمن ګڼل کېږي چې بېتوپيره فرعي مهمات خپروي، چې ځینې یې نه چاودېږي او ډېر کلونه وروسته هم وژنه یا ټپونه پېښولی شي.
د اسرائيلي پوځ وياند، بريد جنرال ايفي ديفرين، په يوه خبري غونډه کې وويل: «د ترهګر رژيم موخه دا ده چې ملکي وګړو ته زيان ورسوي او حتا داسې وسلې کاروي چې پراخ خپرېدونکي قدرت لري تر څو زيان ته پراخوالی ورکړي.»
د وسلو د کنټرول د ټولنې اجرایوي رئيس، ډريل کيمبال، وويل: «دا خورا سختې وسلې دي چې په پراخه سيمه کې زيان رسوي، په ځانګړي ډول که په ملکي مېشته سيمه کې وکارول شي، او ممکن له جګړې وروسته لا هم نه چاودېدلي مهمات پاتې شي.»
هغه وويل چې د ايران توغندي کيدای شي ناسم هدف وولي، نو تهران باید پوه وي چې کلستر بمونه به حتمي ملکي اهداف وولي، نه پوځي اهداف.
ايران او اسرائيل دواړو د ۲۰۰۸ کال هغه نړيواله هوکړهليک نه دی لاسليک کړی چې د کلستر بمونو توليد، زېرمه، لېږد او کارونه بندوي. دغه تړون ۱۱۱ هېوادونو او ۱۲ نورو واحدونو لاسليک کړی دی.
تر اوږدو بحثونو وروسته، امريکا په ۲۰۲۳ کال کې اوکراين ته کلستر بمونه ورکړي وو تر څو يې د روسي اشغال پر ضد وکاروي. کیف وايي، روسي ځواکونو هم دا ډول بمونه کارولي دي. دا درې واړه هېوادونه د کلستر بمونو پر ضد هوکړهليک ته نه دي غاړه ايښې.


