ویب ډیسک
د اسرائيل ورځپاڼې يروشلم په خبر کې ليکلي چې د اسرائيل امنیتی ځواکونو د ایراني بریدونو په ترڅ کې د GPS کاروونکو د ناوبري (Navigation) ټول اپلیکیشنونه بند کړي دي
“هغوی زیاتره ښاري سیمې په نښه کوي. موږ وینو چې د هغوی ډېری بریدونه د حیفا ښاري سیمه، د دان ښاري سیمه، او د بئر السبع سیمه هدف ګرځوي.”
یوه لوړ پوړي پوځي چارواکي د دوشنبې په ورځ وویل چې د ایران لخوا د اسرایلو پر استوګنیزو سیمو د بریدونو له امله ټول ناوبري (navigation) اپلیکیشنونه په اسرایل کې بند شوي دي.
“د Waze په اړه – ټول هغه اپلیکیشنونه چې په GPS کار کوي، دا مهال کار نه کوي. د پناه ځایونو د موقعیت په اړه، هره سیمه ییزه اداره د خپلو خوندي ځایونو موقعیتونه خپروي.”
“موږ اوس د څلورمې ورځې په پیل کې یو، وروسته له یوې بله سختې شپې. نن سهار ۴ بجې شاوخوا ۴۰ راکټه ویشتل شوي، چې له امله یې ۸ کسان وژل شوي او ۹۵ نور ټپیان شوي دي. په پتَح تیکوا کې څلور کسان وژل شوي، په حیفا کې درې، او یو کس په بنی براک کې وژل شوی. تر اوسه موږ د ۲۴ ملکیانو د مرګ شمېر ثبت کړی، او موږ لا هم هڅه کوو چې په بات یام کې یو ورک کس پیدا کړو. زه اټکل کوم چې په راتلونکو ساعتونو کې به د هغې مړی هم پیدا کړو، او د مړو شمېر به ۲۵ ته لوړ شي.”
“دښمن هڅه کوي چې لوی بریدونه ترسره کړي او خپل تمرکز یو ځای کړي. د دوی بریدونه له هغه څخه کوچني دي څومره چې غواړي، او د اسراییلو هوایي ځواک د دوی ډېر هدفونه له منځه وړي دي. په هره راکټي حمله کې شاوخوا ۵-۱۰٪ راکټونه خطا ځي، چې یو شمېر یې په پرانیستو سیمو او یو شمېر یې په میشتو سیمو کې لوییږي.”
“هغوی زیاتره ښاري سیمې په نښه کوي. موږ وینو چې د دوی ډېری بریدونه د حیفا ښاري سیمه، د دان ښاري سیمه، او د بئر السبع سیمه هدف ګرځوي.”
د نیم ټُنه درنو راکټونو تاثیرات
“د بریدونو د تاثیراتو په اړه – موږ د لویو راکټونو خبره کوو، چې نیم ټن وزن لري، او له دې امله چې دا په لوړه اندازه انرشیا لري، ټکر یا ضربهیې ډېره قوي وي.
یو خصلتیې دا دی چې ټکر ډېر ځواکمن وي، او دویم خصلتیې د چاودنې څپه ده. کله چې دا نیم ټُنه راکټ چاودنه کوي، ډېر زورور چاودنیز څپې رامنځته کوي چې د شاوخوا لسګونو ودانیو اغېزمنوي.”
“موږ توپیر وینو چې کله په میشته سیمه برید کېږي او کله په خلاصه سیمه. که څه هم چې په کمزورو ودانیو سخت تاثیر کوي، خو تر اوسه هېڅ ودانۍ په بشپړ ډول نه ده ړنګه شوې. دا سخت زیان رسوي، خو ودانۍ لا هم ولاړې پاتې دي. د چاودنې څپې داسې پراخ زیان رسوي چې د بېرته ژوند کولوامکان نه پرېږدي.”


