یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاسراییل او ایران ترمنځ روانه شخړه تازه څه پیښ شوي..؟

اسراییل او ایران ترمنځ روانه شخړه تازه څه پیښ شوي..؟

ویب ډیسک

د تهران څخه ترلاسه شوي راپورونه وايي چې د ښار په بېلابېلو سیمو کې لا هم د چاودنو او هوايي دفاعي فعالیتونو غږونه اورېدل کېږي.

په ویډیوګانو او راپورونو کې ویل شوي چې د وردآورد په سیمه کې یوه رادار سایټ په نښه شوې ده.

د جنوبي ایران د عبدانان په ګډون له ځینو نورو سیمو څخه هم د رادار سایټونو د هدف ګرځېدو راپورونه ترلاسه شوي دي.

ایراني رسنیو خبر ورکړی چې د ختیځ تهران په حکیمیه او تهران‌پارس سیمو کې هم د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

د ایراني خبري آژانس “ایسنا” په وینا، حکیمیه ته د مرستې ډلې لېږل شوې دي.

رسمي سرچینو د مهرآباد په سیمه کې د یوې قوي چاودنې پخلی کړی دی.

په خپرو شویو ویډیوګانو کې په سیمه کې اور او د لوګي تور بادلونه لیدل کېږي.

خو ځینو سرچینو دا راپورونه رد کړي چې ګواکي د مهرآباد سره نږدې د ازادۍ برج ته زیان اوښتی دی.

د اسراییلي پوځ (IDF) په یوه وروستۍ پوسټ کې ویل شوي چې له ایران څخه د توغول شویو توغندیو تر پېژندنې وروسته، د اسراییل په ګڼو سیمو کې خبرداری ورکړل شوی دی.

په دغه پوسټ کې راغلي چې د اسراییلي هوايي ځواک ځواکونه “چېرې چې اړتیا وي، هلته د خطر مخنیوي او غبرګون عملیاتو” کې بوخت دي. له خلکو غوښتنه شوې چې د “هوم فرنټ قومندانۍ” لارښوونو ته غاړه کېږدي، ځکه چې “دفاعي سیستم ۱۰۰٪ خوندي نه دی.”

څو شېبې وروسته په بله پوسټ کې وویل شول چې خلک کولی شي له خوندي ځایونو ووځي، خو باید د نږدې سیمو دننه پاتې شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه