دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد افغانستان په ۲۰ ولایتونو کې د ممکنه درنو بارانونو او سیلابونو...

د افغانستان په ۲۰ ولایتونو کې د ممکنه درنو بارانونو او سیلابونو خبرداری ورکړی دی

ویب ډیسک

په افغانستان کې د هوا پېژندنې ادارې د جون ۱۳مې او ۱۴مې په ورځو کې د افغانستان په ۲۰ ولایتونو کې د ممکنه درنو بارانونو او سیلابونو خبرداری ورکړی دی.
د افغانستان واکمن د حکومت تر واک لاندې یادې ادارې د جون پر ۱۲مه په یو خبرپاڼه کې ویلي چې بدخشان، تخار، نورستان، لغمان، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، کاپیسا، پنجشیر، پروان، بغلان، سمنګان، بلخ، سرپل، بامیان، غزني، غور، دایکندي او میدان وردګ ولایتونوکې به، د سالنګونو په شمول باران وشي.
په اعلامیه کې د ورښت کچه له ۱۵ څخه تر ۴۰ ملي مترو پورې اټکل شوې.

د هوا پیژندنې اداره زیاتوي چې د سالنګ په ګډون په ختیځ، سویلي، لویدیځ او مرکزي ولایتونو کې د ګړندیو بادونو او دوړو امکان هم شته، چې سرعت به یې په مختلفو ځایونو کې له ۵۰ څخه تر ۹۰ کیلومتره په ساعت کې وي.

دا خبرداری په داسې حال کې ورکول کېږي چې په بدخشان کې د افغان حکومت سیمه ییزو چارواکو ویلي چې د تېرې چهارشنبې د ورځې سیلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه