ویب ډیسک
د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو ویلي دي چې “دا برید د ایران د یورانیمو غني کولو پروګرام زړه ته رسیدلی” او هغوی به “تر هغه دا ډول بریدونه جاري وساتي تر څو چې د اسراییلو د بقاء لپاره موجود خطر له منځه ولاړ شي.”
په دې وخت کې په ایران کې د سهار پنځهنیمې بجې دي، او په اسراییل کې پنځه بجې دي.
د اوسني وضعیت لنډیز دا دی:
نږدې د سهار څلور بجې، د ایران په پلازمېنه تهران کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي.
لږ وروسته، د اسراییلو د دفاع وزیر تایید کړه چې اسرائیل پر ایران بریدونه کړي دي، او په اسراییل کې بیړنی حالت اعلان شوی. هغه وویل چې “په نږدې راتلونکې کې د غچ اخیستونکي بریدونو تمه شته.”
د اسراییلو خلک د هوايي برید د خبرداري سیریڼو له غږ سره له خوبه راویښ شول.
یو اسرائیلي پوځې چارواکي تایید کړې چې “د ایران د یورانیمو پروګرام او نورو پوځي اهدافو” باندې برید شوی. هغه BBC ته ویلي چې ایران دومره یورانیم درلود چې “په څو ورځو کې یې اټومي بم جوړولی شو.”
د تهران نړیوال هوايي ډګر ټول پروازونه ځنډول شوي، او د FlightRadar24 له مخې، تل ابیب ته تلونکي پروازونه نورو هوایي ډګرونو ته اړول شوي.
امریکا ویلي چې د دې بریدونو سره یې هېڅ تړاو نشته، او د دوی لومړیتوب د سیمې کې د خپلو سرتېرو خوندیتوب دی.
د ایران دولتي تلویزیون راپور ورکړی چې بریدونه پر ملکي سیمو شوي، او وژل شویو کسانو کې ماشومان هم شامل دي.
د اسراییلي امنیتي سرچینو له مخې، یو لوړپوړی ایرانی اټومي ساینسپوه په برید کې وژل شوی دی.
د ایران دولتي تلویزیون ویلي چې د تهران کې د سپاه پاسداران انقلاب مرکز (هیډکوارټر) هم هدف ګرځول شوی.
د دولتي رسنیو له مخې، د سپاه پاسداران قوماندان اعلی حسین سلامي هم په برید کې وژل شوی دی.
د یورانیمو انرژۍ ادارې پخوانی مشر فریدون عباسي هم د برید له قربانیانو څخه بل دی.
د آزاد پوهنتون مشر مهدي تهرانچي هم د اسرائیلي برید په نتیجه کې وژل شوی دی.
سپاه پاسداران انقلاب اسلامي د ۱۹۷۹ کال د انقلاب وروسته د نوي اسلامي نظام د ساتنې لپاره جوړ شوی و.
سپاه پاسداران خپله ځمکني، بحري او هوايي ځواکونه لري، چې ټول ټال یې ۱۹۰ زره سرتېري دي. دوی د ایران د بلیستیک میزایلو او اټومي پروګرامونو نظارت هم کوي.
ایراني دولتي رسنۍ ادعا کوي چې د اسرائیلو بریدونه د پاسداران انقلاب مرکزي دفترونه هدف ګرځولي.
محلي رسنیو هم راپور ورکړی چې په برید شوې سیمه کې اور او لوګی لیدل شوی دی.
د اسراییلي امنیتي سرچینو له مخې، دا امکان زیات شوی چې د دې شپې بریدونو کې د ایران لوړپوړي اټوم
ي ساینسپوهان او نظامي چارواکي وژل شوي وي.


