ویب ډیسک
د امریکايي مرکزي قوماندانۍ (سنټرل کمانډ) مشر جنرال مایکل اریک کوریلا ویلي، چې امریکا د هند لپاره له پاکستان سره خپلې اړیکې نه شي خرابولی.
جنرال کوریلا د امریکا سنا مجلس د وسلهوالو خدماتو کمیټې ته ویلي، چې پاکستان د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې یو مهم شریک هېواد دی او د دغه هېواد مثبت او فعال رول نړیوالو ته د منلو وړ دی.
هغه ویلي، چې داعش خراسان دا مهال په نړۍ کې د تر ټولو فعالو ترهګرو ډلو له ډلې څخه ده، خو پاکستان د ترهګرۍ ضد مبارزې کې مهم او قوي شریک بلل کېږي. د جنرال کوریلا په وینا، د پاکستاني چارواکو سره د ګډو استخباراتي عملیاتو له لارې د داعش خراسان لسګونه غړي وژل شوي او نیول شوي دي، چې په هغو کې لږ تر لږه د دې ډلې پنځه مهم مشران هم شامل دي.
هغه زیاته کړې، چې د استخباراتي معلوماتو له شریکولو سره امریکا ته ګڼې مهمې بریاوې ترلاسه شوې دي، چې له ډلې یې د ایبي ګیټ د بمبارۍ ماسټر مایند جعفر نیونه او امریکا ته سپارل یې یو مهم پرمختګ بلل شوی دی.
د امریکايي سنټرل کمانډ مشر ویلي، چې پاکستان د محدودو خو مؤثرو استخباراتي معلوماتو په تبادله کې د داعش خراسان پر ضد خپلې هڅې روانې ساتلي دي. نوموړی وایي، چې دا ډله اوس د پاکستان او افغانستان په سرحدي سیمو کې فعاله ده او د پاکستان ګډون په نړیواله کچه د ترهګرۍ ضد مبارزې کې خورا مهم دی.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۴م کال له پیل راهیسې په پاکستان کې تر ۱۰۰۰ ډېر ترهګریز بریدونه شوي، چې له امله یې شاوخوا ۷۰۰ امنیتي سرتیري او ملکیان وژل شوي او ۲۵۰۰ نور ټپیان شوي دي.
هغه ویلي، چې پاکستان د افغانستان جګړې پر مهال امریکايي ځواکونو ته مهمې ځمکنۍ او هوايي اکمالات برابر کړي او ګډ استخباراتي عملیاتو د داعش او القاعده ګڼ شمېر پلانونه شنډ کړي دي. نوموړي د پاکستان د ضرب عضب او ردالفساد عملیاتو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، چې پاکستان د دغو عملیاتو له لارې ترهګر سخت وځپل.
جنرال کوریلا زیاته کړه، چې واشنګټن د پاکستان قربانۍ مني او یادونه یې وکړه، چې په ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان له ۸۰,۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.
نوموړي وویل، چې پاکستان لا هم فعاله مبارزه کوي، خو داسې ښکاري چې داعش خراسان اوس کمزورې شوې او فعالیتونه یې کم شوي دي، چې لامل یې وروستیو میاشتو کې هغوی ته رسیدلي سخت زیانونه دي.
جنرال کوریلا ټینګار وکړ، چې امریکا باید هم له پاکستان او هم له هند سره اړیکې وساتي. نوموړي زیاته کړه: “زه نه ګورم چې دا دې داسې پرېکنده پرېکړه وي چې که له هند سره اړیکې ولرو، نو له پاکستان سره دې ونه لرو.” هغه څرګنده کړه، چې د امریکا لپاره له پاکستان سره اړیکې د ملي امنیت له پلوه ډېرې مهمې دي.
#امریکا #پاکستان #هند #داعش_خراسان #ترهګري #سنټرل_کمانډ


