سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهایران وايي افغانستان د غالیو په صنعت کې د ایران سیال شوی...

ایران وايي افغانستان د غالیو په صنعت کې د ایران سیال شوی .

ویب ډیسک

د تهران صنایعو، کانونو او کرنې خونې رییس محمود نجفي عرب وايي چې ځینې هېوادونه لکه افغانستان، چین او ترکیه د غالیو په صنعت کې د ایران سیالان شوي دي.

 

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، نجفي عرب سه‌شنبه د غبرګولي پر ۲۰مه د لاسي غالیو ملي ورځې په غونډه کې ویلي چې دا هېوادونه ان ایراني اوبدونکي د محصولاتو د تولید لپاره ګوماري او په وینا یې، دا د یوه ملت پر وړاندې «لوی ظلم» دی.

 

نوموړي زیاته کړې چې په تېرو څو لسیزو کې تحریمونو د ایران اقتصاد ځپلی چې دې چارې د دغه هېواد د غالیو او فرش پر صادراتو هم جدي اغېز کړی دی.

 

هغه ویلي: «افغانستان، چین او ترکیه د ایران سیالان شوي. نړیواله ټولنه په بېلابېلو پلمو د ایراني غالیو پر صادراتو د لګېدلو تحریمونو له کبله چوپه خوله ده.»

 

څه موده وړاندې عصر ایران ادعا کړې وه چې په افغانستان کې اوبدونکي په ځمکتلو کې ایراني ډیزاینونه کاپي کوي او اوبدل شوې غالۍ په نړیوالو بازارونو کې د ایران په نوم پلوري.

 

په یاد راپور کې راغلي و چې هغوی ان ځینې مهال پر لږ بدلون ایراني نمونې اوبدي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه