چهارشنبه, اپریل 22, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهډیلي میل راپور ورکړی، چې افغان واکمن حکومت ځانمرګي ډرونونه جوړوي

ډیلي میل راپور ورکړی، چې افغان واکمن حکومت ځانمرګي ډرونونه جوړوي

ویب ډیسک

بریټانیايي ورځپاڼې ډیلي میل راپور ورکړی، چې افغان واکمن حکومت داسې ځانمرګي ډرونونه جوړوي چې کولی شي د افغانستان له پولو هاخوا موخې په نښه کړي.

د دې راپور له مخې، دغه ډرونونه د کابل په څنډه کې موقعیت لرونکي فینیکس کمپ کې جوړیږي؛ هغه ځای چې په ۲۰۲۱ کال کې د بهرنیو ځواکونو له وتلو دمخه د امریکا پوځي اډه وه.

د ډیلي میل سرچینې دا هم زیاتوي چې واکمن حکومت دا ډرونونه د لوګر په یوه پوځي اډه کې ازمويي؛ هغه ځای چې پخوا د بریټانیایي ځواکونو تر کنټرول لاندې و.

د دې راپور له مخې، دا بې‌پیلوټه الوتکې (ډرونونه) چې د دقیقو هدایت سیسټمونو او د کوچنیو مهماتو د لېږد وړتیا لري، د د افغانستان حکومت د نظامي ځواک په لوړولو کې مهم رول لري او د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو د امنیتي ثبات لپاره نوې ننګونه بلل کېږي.

د ډیلي میل د راپور له مخې، افغان واکمن حکومت د خپلو ډرونونو ډېرې برقي او میخانیکي پرزې له تور بازار او نړیوالو قاچاقي شبکو څخه تأمینوي.

دغه پرزې په کوچنیو برقي موتورونو، جی‌پی‌اس سیسټمونو، د الوتنې د هدایت او کنټرول سیسټمونو او پرمختللو سنسرونو سره مجهز دي، چې اکثره له چین، د متحده عربي اماراتو، او آن د ځینو اروپايي هېوادونو څخه ترلاسه کېږي.

د دې پرزو کارول د دې لامل شوي چې د افغانستان واکمن حکومت ډرونونه د پخوا په پرتله ډېر دقیق او پرمختللي شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه