چهارشنبه, اپریل 22, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهکابل به نړۍ کې لومړی عصري ښار وي چې په بشپړه توګه...

کابل به نړۍ کې لومړی عصري ښار وي چې په بشپړه توګه اوبه پکې له منځه ځي. 

ویب ډیسک

ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی چې کابل به نړۍ کې لومړی عصري ښار وي چې په بشپړه توګه اوبه پکې له منځه ځي.

 

ګارډین د میرسي کورپس موسسې د راپور په حواله لیکلي چې کابل کې په تېرو لسو کلونو کې د چټکې ښاري پراختیا او اقلیمي بدلونونو له امله تر ځمکې لاندې د اوبو کچه ۳۰ متره ښکته شوې ده.

 

راپور کې راغلي چې د کابل له نیمو زیاتې څاګانې چې د اوبو مهمې سرچینې دي، وچې شوې دي.

 

افغانستان کې د میرسي کورپس مشر، ډېن کري ویلي: «د دغه وضعیت د مستند کولو او د ناورین د حل لپاره باید د نړۍوالو د پام راګرځولو جدي هڅې وشي.»

 

دغې موسسې ویلي چې د کابل تر ځمکې لاندې ۸۰ سنلې اوبه د کارونې وړ نه دي او که وضعیت همدغسې دوام وکړي نو تر ۲۰۳۰ زېږیز کاله به تر ځمکې لاندې اوبه پاتې نشي.

 

ډېن کري ویلي: «که اوبه نه وي، خلک به خپلې ټولنې پرېږدي. که نړۍواله ټولنه د افغانستان د اوبو اړتیاو ته پاملرنه و نه کړي، دا به افغانان لا ډېرې کډوالۍ او سختیو سره مخ کړي.»

 

د نوموړي په خبره، لنډمهاله مرستې بسنه نه کوي، دوامداره پانګونې ته اړتیا ده خو سیاسي ستونزو یې مخه نیولې ده.

 

کابل شاوخوا اووه میلیونه نفوس لري چې هر کال ۴۴ میلیونه متره مکعبه اوبه مصرفوي.

 

د اسلامي امارت د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي چې د کابل د اوبو د کمښت ستونزې د حل په موخه دغه ښار ته د پنجشېر د سیند د اوبو لېږد پروژې طرحه بشپړه شوې او بودیجه هم ورته ځانګړې شوې ده.

 

خو جاپان ټایمز تر دې وړاندې راپور ورکړی و چې دغه پروژه له ۳۰۰ تر ۴۰۰ میلیونه ډالرو بودیجې ته اړتیا لري

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه