چهارشنبه, اپریل 22, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهنن امریکا ته د افغانستان په شمول د ۱۲ هېوادونو د اتباعو...

نن امریکا ته د افغانستان په شمول د ۱۲ هېوادونو د اتباعو پر سفر بندیز پیلیږي.

ويب ډيسک

له نن دوشنبې امریکا ته د افغانستان په شمول د ۱۲ هېوادونو د اتباعو پر سفر بندیز پیلیږي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه فرمان سره چې د جون له نهمې سهار وختي تطبیقیږي امریکامتحده ایالتونو ته د ۱۲ هېوادونو د اتباعو پر سفر بندیز ولګاوه او د دې پرېکړې هدف یې له بهرنیو ترهګرو د امریکا محافظت یاد کړ.

د ولسمشر ټرمپ د سفري بندیز په فرمان کې افغانستان، ایران، میانمار، چاد، کانګو جمهوریت، استوایي ګینه، اریتریا، هایتي، لیبیا، سومالیا، سوډان او یمن شامل دي.

په دغه فرمان کې بیا دا استثنی راغلې چې د امریکا د دایمي استوګنې یا ګرین کارټ درلودونکي او هغه کسان چې دمخه یې د کډوالۍ ځانګړې ویزې یا اس آی وي په څېر د امریکا ویزې ترلاسه کړې وي له بندیزونو معاف دي.

هغو افغانانو چې د متحده ایالاتو یا د امریکا په تمویل شویو پروژو کې کار کړی له دغو وروستیو تحولاتو اندېښمن دي.

دوی وايي چې د سفر دا بندیز ممکن دوی بیرته خپل هیواد ته د تلو لپاره اړ کړي؛ هلته چې د دوی په خبره ښايي طالبان غچ ترې واخلي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه