ویب ډیسک
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د هندي چارواکو وروستۍ څرګندونې یو ځل بیا د سولې پر ځای دښمني ته لومړیتوب ورکوونکې بللې دي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي، داسې شواهد لري چې هند پاکستان کې د ترهګرۍ ملاتړ کوي، خو په وینا د پام اړولو لپاره به د هند هڅې حقیقت پټ نه کړای شي.
د راپور له مخې، پاکستان سوله غواړي، خو خپل حاکمیت ته هم ژمن دی او د کشمیر شخړه د سیمې سولې او ثبات لپاره بنسټیز ګواښ ګڼل شوې ده.
له دې وړاندې د هند بهرنیو چارو وزارت چارواکو یو ځل بیا ټینګار کړی و، چې پاکستان سره خبرې او له ترهګرۍ یې ملاتړ یوځای شونې نه دي او غوښتي یې وو چې دغلته د هند ضد ترهګري وځپي.
هند او پاکستان د وروستیو راپورته شویو شخړو اقداماتو کې پاکستان سره د اندوس اوبو تړون ځنډولی چې د دغه هېواد تر ټولو لویه اندېښنه ګرځېدلې ده.
پاکستان له دې وړاندې هم د هند لومړي وزیر نریندرا مودي څرګندونې «دښمنانه» بللې وې، چې پاکستان ترهګري د عایداتي سرچینې په توګه پالي.
# #India #Pakistan


