دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغانستان د کاسا زر پروژې پلي کولو ته ژمن دی او چارې...

افغانستان د کاسا زر پروژې پلي کولو ته ژمن دی او چارې به یې یو نیم یا دوو کلونو کې بشپړې شي. 

ویب ډیسک

برښنا شرکت وایي، د کاسا زر پروژې چارې، چې د ناڅرګندو دلایلو له امله افغانستان کې درېدلې وې، اوس د قراردادي شرکت له لوري د دغې پروژې د لومړۍ برخې چارې پیل شوي او ډېر ژر به یې د دویمې او درېیمې برخې چارې هم پیل شي.

 

د دغه شرکت رییس ویلي، د افغانستان برښنا شرکت د کاسا زر پروژې پلي کولو ته ژمن دی او چارې به یې یو نیم یا دوو کلونو کې بشپړې شي.

 

د افغانستان برښنا شرکت رییس، عبدالباري عمر و ویل: «د اسلامي امارت په راتګ سره د دې پروژې د بیا پیل لپاره ډېرې هلې ځلې شوي خو الحمدالله، د دې پروژې کار له تېرو شپږو میاشتو راهیسې په چټکۍ روان دی.»

 

عبدالباري عمر زیاتوي چې تاجیکستان ته په سفر کې یې د پاکستان، تاجیکستان او قرغیزستان د برښنا له مسوولینو سره د کاسا زر پروژې د ستونزو پر حل، د کار پر چټکتیا او د بشپړاوي پر لګښتونو یې خبرې کړې دي.

 

د افغانستان برښنا شرکت رییس و ویل: «د کاسا زر پروژې پاتې چارې به ډېر ژر پیل شي او روانې هغه به یې هم لا چټکې شي. هڅه دا ده چې دا پروژه په له یو نیم تر دوو کلونو کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارله شي.»

 

دا چې د سویلي اسیا هېوادونه د انرژۍ له سخت کمښت سره مخ دي، د مرکزي اسیا هېوادونه هڅه کوي چې د بېخ بنایي پروژو په ګډون انرژي د افغانستان له لارې دغې سیمې ته ولېږدوي.

 

کاسا زر هم یو له دغو مهمو پروژو ده چې د قرغیزستان برښنا د تاجیکستان او افغانستان له لارې پاکستان ته لېږدوي.

 

د اقتصادي چارو ځینې شنونکي دا پروژه د افغانستان د برښنا د ستونزو په کمېدو او د کارموندنې په برخه کې ګټوره ګڼي.

 

د اقتصادي چارو شنونکي، احمد فردوس بهگزین و ویل: «هر څومره چې دغه پروژه د افغانستان په خاوره کې پلي کیږي، موږ کولی شو په هماغه اندازه له ټرانزیټي عوایدو او کاري فرصتونو یې ګټه واخلو، ځکه چې کاري ځواک ته اړتیا لري. که دا پروژې په ښه ډول بشپړې کړو، افغانستان کولی شي نورې زیاتې ګټې هم ترلاسه کړي.»

 

د کاسا زر پروژې په پلي کولو سره، قرغیزستان زر میګاواټه برښنا د تاجیکستان او افغانستان له لارې پاکستان ته لېږدوي او د دې پروژې له لارې به افغانستان د برښنا ترلاسه کولو سربیره، له ۴۵ تر ۵۰ میلیون ډالرو د ټرانزيټ حق هم ترلاسه کړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه