ویب ډیسک
د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر پاکستانۍ رسنۍ خپل ویاړ ګڼلی او باور یې ښودلی چې د هند پر وړاندې یې له پوځ سره یوځای جګړه وکړه.
عاصم منیر ته د فیلډ مارشالۍ رتبې ورکړې پر مهال هغه د پاکستاني رسنیو رول ستایلی او ویلي یې دي، چې دوی نړۍ ته وښوده چې تر خلکو یوازې ریښتیا رسوي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان رسنیو هند سره د جګړې پر مهال ادعاوې وکړې، چې دغه هېواد په پاکستان کې ملکي خلک په نښه کړي او ښځې او ماشومان یې وژلي – هغه څه چې هند رد کړل.
د معلوماتو له مخې د پاکستان خبریالان، انلاین پاڼې، تلویزیونونه او ورځپاڼې اکثره د هغو موضوعاتو له خپرولو ډډه کوي چې د پوځ او یا امنیتي پالیسیو پر ضد وي.
راپورونه ښيي چې د پاکستان حکومت هغه رسنۍ او خبریالان تر سختو فشارونو او سانسور لاندې راوستي دي، چې د دغه هېواد د پوځ پالیسیو ضد خپرونې یې کړي دي.
بل خوا په خیبرپښتونخوا کې ملتپال سیاستوال او د ګوندونو استازي نیوکه کوي، چې پاکستانۍ رسنۍ له پښتنو او د دوی په سیمو کې پر روانو ظلمونو غږ نه پورته کوي.
دې اندېښنو ته په پام د خیبرپښتونخوا له ولسونو غوښتل شوي وو، چې په خپلو سیمو کې د پاکستاني ریاست د «تېریو» په اړه د ټولنیزو رسنیو له لارې فعالیت روان وساتي او خپل غږ پورته کړي.
# #KPK #Pakistan #Media


