دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهکازان :افغانستان او روسیه ترمنځ په بېلابېلو برخو کې پنځه هوکړه‌لیکونه لاسلیک...

کازان :افغانستان او روسیه ترمنځ په بېلابېلو برخو کې پنځه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

ویب ډیسک

کازان کې د افغانستان د سرپرست حکومت د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او په اقتصادي چارو کې د روسیې فدراسیون د لومړي وزیر مرستیال الکسي اویرچوک له لوري د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې پنځه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.

د افغانستان اقتصادي معاونیت وایي، چې دغه هوکړه لیکونه د افغانستان د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت او د روسیې فدراسیون د ټرانسپورټ وزارت ترمنځ د ټرانسپورټ او ټرانزیټ، د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ خونو ترمنځ د سوداګرۍ کچې پراختیا، د دواړو هېوادونو د یوشمېر لویو خصوصي شرکتونو ترمنځ په افغانستان کې د نفت او ګازو د اکتشاف استخراج او تصفیې او دغه راز د سیمه‌ییزې سوداګرۍ او صنعتي- لوجستیکي کمپلکس جوړولو په برخو کې دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه