کابل ، مبین په بند محکوم کړل شوی

0
271

ویب ډیسک

“جنرال مبین” ته نژدې سرچینو ازادي راډیو ته تایید کړې چې هغه د طالبانو نظامي محکمې نیولی دی او په یو نیم کال بند یې محکوم کړی دی. جنرال مبین په ټولنیزو رسنیو کې یو جنجالي څېره او د طالبانو څرګند ملاتړی دی.

 

دا سرچینې، چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي، وايي چې د “جنرال مبین” د نیولو او محکومیت لامل د طالبانو د حکومت د ځینو پالیسیو پر وړاندې د هغه انتقادي څرګندونې وې.

 

په دې اړه نور جزئیات لا تر اوسه نشته او د طالبانو حکومت هم تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.

 

د هغه د نیول کېدو خبر څو واري مخکې هم ورکړل شوی و.