دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد پاکستان پوځ د هند پر وړاندې د «بنیان المرصوص» په نامه...

د پاکستان پوځ د هند پر وړاندې د «بنیان المرصوص» په نامه پوځي عملیات پیل کړي دي

ویب ډیسک

د پاکستان پوځ د هند پر وړاندې د «بنیان المرصوص» په نامه پوځي عملیات پیل کړي دي.

دا عملیات وروسته له هغې پیلېږي، چې پاکستان ادعا وکړه، هند یې تېره شپه ناوخته په پنجاب او راولپېنډۍ کې ۳ پوځي اډې په نښه کړې.

پاکستان ادعا کوي، چې د هند بریدونو کې نظامي اډو ته زیان نه دی رسېدلی خو ځينې توغندي یې له دفاعي سیستم تېر شوي چې د دغو نظامي اډو شاوخوا کې لګېدلي دي.

د راپورونو له مخې د پاکستان په عملیاتو کې د هند برهموس، پټهانکوټ او او دهامپور پوځي اډې په نښه شوې دي.

د هند چارواکو ویلي، چې پر پوځي اډو یې د پاکستان توغندیز بریدونه شنډ کړي دي، خو په یو شمېر کنټرول کرښې ته نږدې په یو شمېر سیمو کې ملکي خلک په نښه شوي دي.

د دواړو اټومي هېوادونو ترمنځ دا جګړه له تېرو درې ورځو راهیسې په تېرو درې لسیزو کې سخت پړاو ته رسېدلې ده.

تراوسه په رسمي ډول د دواړو لوریو په نښتو او توغندیزو بریدونو کې د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو کره جزییات نه دي ورکول شوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه