سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونههند د خپلو درې پوځي اډو د پاکستان بريدونو ادعا کوي،خو اسلام...

هند د خپلو درې پوځي اډو د پاکستان بريدونو ادعا کوي،خو اسلام آباد دا ردوي

ویب ډیسک

د هند پوځ ویلي دي چې پاکستان د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په واسطه د هند په دریو پوځي اډو بریدونه کړي دي.

هغه درې پوځي مرکزونه چې نومول شوي دي په جمو کې اودمپور، د هند تر ادارې لاندې کشمیر، او د هند پنجاب کې پټانکوټ شامل دي.

د هند پوځ په اېکس پاڼه په یوه بیان کې ادعا کړی، چې تر اوسه پورې په دې بریدونو کې د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

د هند د پوځ په وینا، د پاکستان لخوا توغول شوي توغندي او ډرونونه له منځه وړل شوي دي.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې په هر ډول بریدونو کې د پاکستان لاس لرل رد کړي دي.

هغه زیاتوي «زه دا ردوم، موږ داسې کوم برید نه دی کړی.»د دفاع وزیر زیاته کړه چې کله موږ برید کوو، نو هرڅوک به پوه شي، “موږ به برید ونه کړو او انکار به یې وکړو.”

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه