ویب ډیسک
د هند ملکي هوايي چلند وزارت وايي، له پاکستان سره د تاوتریخوالي زیاتوالي له امله یې ۲۴ هوايي ډګرونه وتړل.
هند کې د مهمو کورنیو هوایي شرکتونو له خوا مسافرو ته ویل شوي، چې د شنبې تر ورځې پورې دغه الوتنې ځنډول شوې وي.
بل خوا د پاکستان د ملکي هوايي چلند ادارې تایید کړې چې د څلورو هوایي ډګرونو د لنډمهالي ځنډ وروسته یې اوس په ټول هېواد کې الوتنې پیل شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې له تازه پیل شوي پوځي کړکېچ وړاندې هند او پاکستان په اقداماتو کې د دواړو هېوادونو لپاره خپل هوايي حریمونه هم تړلي دي.
د هند او پاکستان پوځي کړکېچ لا هم پای ته نه دی رسېدلی.
تازه د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي وینس له یوې امریکايي رسنۍ سره مرکه کې ویلي، چې د هند او پاکستان جګړه د خپلو ګټو سره تړلې او دوی پکې مداخله نه کوي.
هند وايي، د می په ۷ مه یې د پهلګام پېښې غچ په پاکستان کې له هغو ترهګرو او د دوی له روزنځایونو واخیست، چې اپرېل کې یې ۲۶ هندي سیلانیان ووژل.
پاکستان دا تورونه رد کړي وو، خو د هند له برید وروسته یې په ځوابي بریدونو کې د هند څو جنګي الوتکې نسکورې او ادعا یې وکړه چې نږدې ۵۰ هندي سرتېري یې وژلي دي.
# #India #IndianAirlines #Pakistan #Attack


