ويب ډيسک
ولسمشر محمد اشرف غني وايي د افغانستان ځینو ګاونډیو هیوادونو غوښتل چې د افغانستان بین المللي حیثیت ختم کړي او له افغانستان څخه د امریکا د ویستلو لپاره یې سره لاسونه ورکړي وو.
ښاغلی غني په خپل تازه پودکاست کې چې مخابراتو ته ځانګړی شوی د کوم خاص هیواد نوم نه اخلي، خو وایي، دې هیوادونو هر یو خپل خپلې خاصې شبکې او وسایل درلودل او د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره یې هڅې کولې.
د پاکستان، ایران، روسیې او چین په شمول د افغانستان ځینو ګاونډیو هیوادونو د جمهوري نظام پر وړاندې د طالبانو ملاتړ کاوه، هغوی سره یې اړیکې درلودې او د غونډو او کنفرانسونو له لارې یې د هغوی د سپينولو هڅې کولې.
یاد هیوادونه اوس هم په افغانستان کې سفارتونه لري، که څه هم د طالبانو حکومت یې په رسمیت نه دی پېژندلی، خو په خپلو هیوادونو کې یې د افغانستان سفارتونه طالب استازو ته تسلیم کړي دي.
بل خوا د چارو ځينې پوهان وایي، افغانستان په اوس وخت کې په نړیواله کچه خپل غږ نه لري، ځکه د طالبانو حکومت داخلي او نړیوال مشروعیت نه لري او د افغانستان استازولي نه شي کولای.
د شنونکو په وینا، ځینې ګاونډي هیوادونه دا د ځان لپاره یو فرصت بولي او غواړي چې په نړیواله کچه د افغانستان استازولي وکړي او چارې یې له خپلې لارې کنترول او مدیریت کړي.
ښاغلی غني زیاتوي، د جمهوري نظام پر وړاندې د جګړې بله برخه د نشه يي توکو قاچاق و چې اطلاعاتي جګړه ورته کېدله او نږدې سل میلیارده ډالر پانګونه په کې شوې وه.
ولسمشر زیاتوي، د نشه يي توکو په قاچاق او ګټو کې ښکېلو کسانو او شبکو د جمهوري نظام پر ضد اقدامات کول او نه یې پرېښودل چې نظام ثبات او هیواد آبادۍ ته ورسېږي.
# #Afghanistan #AshrafGhani


