سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهعطا تارړ ،هند سره پر کنټرول کرښه یې له ۴۰ تر ۵۰...

عطا تارړ ،هند سره پر کنټرول کرښه یې له ۴۰ تر ۵۰ هندي سرتېري وژلي دي.

ویب ډیسک

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ د دغه هېواد ملي اسمبلۍ ته په وینا کې ادعا کړې، چې هند سره پر کنټرول کرښه یې له ۴۰ تر ۵۰ هندي سرتېري وژلي دي.

هند د یاد هېواد د سرتېرو وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي، خو خبر یې ورکړی چې د کنټرول کرښې څېرمه د پاکستاني ځواکونو ډزو کې ۱۶ ملکيان وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پوځ ادعا کوي، چې نن یې په کراچۍ، لاهور، راولپېنډۍ او یو شمېر نورو ښارونو او سیمو کې د اسراییل جوړ ۲۵ هوايي ډرونونه هم راغورځولي دي.

د پاکستان ښارونو کې د هند ډرونونو د بریدونو له امله یوازې د ۴ افسرانو د ټپي کېدو او د دوو کسانو د مرګ ژوبلې راپوورنه ورکول شوي.

پاکستاني چارواکو د هند بریدونه «شرموونکي» بللي او ویلي یې دي چې اوس غواړي په ټکنالوژۍ رامخکې شي او حملې وکړي.

پر پاکستان د هند برید له وړمې شپې راهیسې پیل دی، چې وايي په بهاولپور کې یې د ترهګرو او وسله والو مرکزونه په نښه کړي او ملکیانو یا نظامي تاسیساتو ته یې زیان نه دی رسولی.
# #India #Pakistan #Attack

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه