ویب ډیسک
پاکستانه خپل هیواد ته د افغان کډوالو بې مخینې ستنولو ته په پام د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون (ای اف ار سي) له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په دې حساس وخت کې د افغانانو ترڅنګ ودریږي.
دغه سازمان ویلي، په زرګونه هغه افغانان چې هر ورځ له پاکستانه افغانستان ته ستنېږي له سختو کړاونو سره مخ دي او دوی د راتلونکو دوو کلونو لپاره ورته د ژوند ژوغورونکو خدمتونو په موخه د ۲۵ میلیونه سویسي فرانکونو د راټولولو بېړنې غوښتنه کړې ده.
د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون د شمیرو پر بنسټ یوازې په اپرېل میاشت کې له پاکستانه شاوخوا یو لک ۴۵زره افغانان بېرته خپل هیواد ته ستانه کړل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان ته ځینو ستنو کړل شویو کورنیو هم ازادي راډیو ته وویل چې ان سرپناه نه لري او ماشومان یې له سختو کړاوونو او لوږې سره مخامخ دي.
د پاکستان له پلازمېنې اسلام اباده افغانستان ته ستنه کړل شوې شریفې ازادي راډيو ته وویل:
«په خیمه کې اوسو، سرپناه نشته، مېړه مې معذوره دی د کار او بار مو هم څوک نشته. یوه لویه کورنۍ یو…»
شریفه وايي، شا او خوا درې اونۍ مخکې له دغه هېواده په زوره رایستل شوې اولا هم له خپلې ۱۲ کسیزې کورنۍ سره بې سرپناه او بې برخلیکه ده.


