ویب ډیسک
حب: له ګډاني جېل څخه د قتل، د مرګ سزا او نشه يي توکو په مقدمو کې ۱۰ قېديان چې کوټې ته لېږدول کېدل، د قلات منګچر له سيمې څخه له پوليسو سره يوځای تښتول شوي دي.
تر وروستيو معلوماتو پورې نه قېديان او نه هم پولیس چارواکي بيرته موندل شوي دي. راپورونه وايي چې د جمعې په سهار له سينټرل جېل ګډاني څخه ۱۰ قېديان چې يو د مرګ سزا يافته، بل د نشه يي توکو په مقدمه کې سزا يافته، او ۸ نور د نشه يي توکو په مقدمو کې د محاکمې لاندې قېديان وو، د کوټې هدہ جېل ته د لېږد لپاره د حب پوليسو د سب انسپکټر انور بلوچ، اے ایس آی غلام سرور، سپاهي شبير احمد، فراز احمد حوالدار، محمد اقبال شيخ سپاهي او محمد ناصر سپاهي تر څار لاندې روان کړل شول.
سرچينې وايي چې قېدي وین چې يوه شخصي هاي لېکس موټر وو، د جمعې په شپه کله چې د قلات منګچر سيمې ته ورسېدل، هلته نامعلومو وسله والو کسانو د وسلې په زور موټر درولی او ټول يې له ځان سره نامعلوم ځای ته بوتلل.
سرچينې دا هم وايي چې ټول قېديان ظاهراً تښتېدلي دي، او د پولیس افسرانو او اهلکارو هيڅ معلومات تر اوسه نه دي ترلاسه شوي.


