ویب ډیسک
د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، که هند د پاکستان اوبه وګرځولې یا یې د هغو د مخې اړولو لپاره څه تاسیسات جوړ کړل، نو دوی به یې له منځه یوسي.
خواجه اصف پاکستاني جیو نیوز ټلوېزیون سره مرکه کې ویلي، چې له سند طاس تړون څخه سرغړونه اسانه نه ده، دا به د پاکستان خلاف د جګړې اعلان وي.
د پاکستان دفاع وزیر د جګړې یا هند برید پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې تر اوسه دا نه شي ویل کېدای چې د جګړې خطر له منځه تللی یا کم شوی دی، ځکه هند په ۲۰۱۹ کال کې هم ۱۲ ورځې وروسته غبرګون ښودلی و.
بلخوا هند تازه پر پاکستان د برید یا غچ اخیستنې په اړه څه نه دي ویلي، خو د دې هېواد لومړي وزیر نرېندرا مودي خپل پوځ ته بشپړ واک ورکړی، چې مناسب وخت کې پاکستان ته ځواب ورکړي.


