دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهامریکا پاکستان ته ، پهلګام کې برید وغندي او په دې تړاو...

امریکا پاکستان ته ، پهلګام کې برید وغندي او په دې تړاو دې څېړنو کې مرسته وکړي.

ویب ډیسک

وروسته له هغې چې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې وسله والو ۲۶ هندي سیلانیان ووژل او ۱۷ نور یې ټپیان کړل، د هند او پاکستان اړیکې د پوځي اقدام تر خبرداریو رسېدلې دي.

تازه د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف او د هند بهرنیو چارو وزیر ایس جی شنکر سره ټيلیفوني خبرې کړې دي.

مارکو روبیو د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره خبرو کې غوښتي چې نوموړی دې د هند تر ولکې لاندې د کشمیر پهلګام کې د اپرېل د ۲۲ مې برید وغندي او په دې تړاو دې څېړنو کې مرسته وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، مارکو روبیو د پاکستان لومړي وزیر ته ویلي چې “له هند سره د کړکېچ کمولو، د مستقیمو اړیکو رغولو او سویلي آسیا کې د سولې او ثبات ټینګښت لپاره کار وکړي.”

امریکا داسې مهال له پاکستانه د پهلګام پېښې څېړلو کې د مرستې غوښتنه کړې، چې له دې وړاندې د دغه هېواد لومړي وزیر شهباز شریف خیبرپښتونخوا کې یوې نظامي غونډې ته وینا کې د «بې طرفه» څېړنو غوښتنه هم کړې ده، چې مارکو روبیو سره یې په خبرو کې پر پاکستان د هند له لوري لګېدلي تورونه رد کړي دي.

بل خوا د متحده ایالاتو بهرنیو چارو وزیر له خپل هندي سیال سره په خبرو کې د پهلګام پېښې قربانیانو سره خواخوږي ښودلې او ټینګار یې کړی، چې امریکا له هند سره د ترهګرۍ خلاف مبارزه کې ولاړه ده.

که څه هم د هند او پاکستان د اړیکو ترینګلیتا په کشمیر کې د وسله وال برید پر سر راپورته شوې ده، خو له هغې وروسته په متقابلو اقداماتو کې هم د دواړو هېوادونو اړیکې سختې کړکېچنې شوې دي.

هند له پاکستان سره د سند اوبو هغه تړون چې له دې وړاندې د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړو په حال کې هم پر ځای و، په یو طرفه توګه ځنډولی چې پاکستان یې خپله د جګړې اعلان بولي.

بل خوا د واګه بندر له تړل کېدو سربېره دواړو هېوادونو د یو بل پر وړاندې خپل فضايي حریمونه هم تړلي چې د شرکتونو د الوتکو لپاره یې د سفر او تګ راتګ لارې اوږدې کړې دي.

امریکا داسې مهال د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه کړې، چې له دې وړاندې ملګرو ملتونو، د سیمې هېوادونو او یو شمېر اروپايي هېوادونو هم د هند او پاکستان ترمنځ له زغم په کار اخیستلو ټینګار کړی دی.
# #India #Pakistan #US

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه