ویب ډیسک
د پاکستان د دفاع وزیر په یوه تازه مرکه کې منلې چې هېواد یې د تېرو درې لسیزو راهیسې د امریکا لپاره د ترهګرۍ پر ضد “ناپاک کار” کړی دی.
نوموړي دا څرګندونې د بریتانیا له سکای نیوز سره د مرکې پر مهال وکړې، کله چې خبریالې ترې وپوښتل: “آیا تاسو دا منئ چې پاکستان د اوږدې مودې لپاره د ترهګرو ډلو ملاتړ، روزنه او تمویل کړی دی؟”
دفاع وزیر په صراحت سره وویل: “هو، موږ دا ناپاک کار د امریکا لپاره درې لسیزې کاوه.”
دغه څرګندونې چې له نړیوالو رسنیو سره شریکې شوې، ګڼ شمېر غبرګونونه راپارولي دي، او د سیمې سیاسي تحلیلګر یې د بیا ارزونې وړ بولي.


