سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپاکستان حکومت د ملګرو ملتونو د کارتونو د ( پي او ار)...

پاکستان حکومت د ملګرو ملتونو د کارتونو د ( پي او ار) کارت لرونکو افغان کډوالو ته د جون میاشتې تر پایه پورې وخت ورکړی

ویب ډیسک

د پاکستان جیونیور راپور ورکړی، چې د دولت په چارو کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر طلال چودري، ویلي چې د پاکستان حکومت د ملګرو ملتونو د کارتونو د ( پي او ار) کارت لرونکو افغان کډوالو ته د جون میاشتې تر پایه پورې وخت ورکړی، څو په خپله خوښه له دغه هېواده ووځي.

 

چودري له جیونیوز ټلوېزیون سره په مرکه کې ګواښ‌ کړی، وای که له ملګرو ملتونو سره ثبت دغه کډوال تر یادې نېټې پورې له پاکستان څخه ونه وځي، نو د پولیسو له لوري به زور واېستل شي.

 

د یادونې وړ ده، چې په دغه ټلوېزیوني بحث کې د کډوالۍ لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د پاکستان څانګې ویاند قیصر افریدي هم ګډون درلود او غوښتنه یې وکړه، چې افغان کډوال باید په جبري توګه ایستل کیدو ته اړ نه شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه