دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهنیو یارک ټایمز ،پر پاکستان د هند د برید احتمال شته

نیو یارک ټایمز ،پر پاکستان د هند د برید احتمال شته

ویب ډیسک

نیویارک ټایمز د هند تر کنټرول لاندې کشمیر سیمه کې پر سېلانیانو د برید له امله د پاکستان او هند ترمنځ کړکېچ په اړه یوې مقاله کې د هندي مشرانو په حواله لیکلي چې ښایي دغه هېواد پر پاکستان برید وکړي.

دغه مقاله کې بیا د یوه لوړپوړي پاکستاني چارواکي په حواله راغلي چې دغه هېواد به د هند هر احتمالي عمل ته غبرګون وښیي او له خپل ځان به دفاع وکړي.

دغو چارواکو ویلي، تر اوسه يې د هند د پوځ تحرکات نه دي ليدلي خو خپلو پوځيانو ته یې د تیارسي امر کړی دی.

د شنونکو په خبره، د پاکستان او هند دا ځل احتمالي نښته به ۲۰۱۹ کال تر جګړې ډېره ویجاړونکې وي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه