ویب ډیسک
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د امریکا مرستو بندېدو له امله په افغانستان کې ۲۰۲ روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي.
د یاد سازمان په راپور کې راغلي، چې د دغو مرکزونو د تړل کېدو له امله په ۲۸ ولایتونو کې ۱.۸ میلیونه کسانو ته د لومړنیو روغتیايي خدمتونو وړاندې کول له خنډ سره مخ شوي دي.
د روغتیا نړیوال نړیوال سازمان پر نړیوالې ټولنې د عاجلو مرستو غږ کړی او خبرداری یې ورکړی، که مرستې ونه شي، په افغانستان کې به ۸۰ سلنه هغه روغتیايي مرکزونه وتړل شي، چې دوی یې کنټرل کوي.
له دې وړاندې تېره ورځ یاد سازمان خبرداری ورکړی و، چې په افغانستان کې درې میلیونه کسان له روغتیايي خدمتونو بې برخې شوي دي.
له دې سره نن په کابل کې د طالبانو روغتیا وزیر نور جلال جلالي د یونیسف له استازي سره کتنه کې غوښتنه کړې ده، چې روغتیايي مرکزونو ته په ټاکلي وخت د درملو رسولو سربېره د ستونزو د حل په موخه ګډ نظارت وکړي.
د هېواد روغتیايي سکټور لپاره د نړیوالو اندېښنې او خبرداري داسې مهال دي چې هېواد کې ساري ناروغۍ هم پر خپل ځای دي او د له پاکستان او ایران د افغان کډوالو ایستلو سره ورته اندېښنې لا جدي شوې دي.
# #Afghanistan #UN #WHO


