سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغان واکمن حکومت د هند کشمیر کې پر سیلانیانو برید د «غندنې...

افغان واکمن حکومت د هند کشمیر کې پر سیلانیانو برید د «غندنې وړ» بللی دی

ویب ډیسک

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د هند کشمیر کې پر سیلانیانو برید د «غندنې وړ» بللی دی.

 

د طالبانو خارجه وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، چې دا ډول پېښې په سیمه کې امنیت او ثبات ګواښي.

 

د هند جمو او کشمیر په پهلګام سیمه کې پر سیلانیانو د وسله والو برید کې ۲۶ کسان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي.

 

د طالبانو په اعلامیه کې د هند له دولت سره خواخوږي نه ده ښودل شوې، خو له دې وړاندې یې د یوه مهم اقتصادي هېواد په توګه هند سره د اړیکو پراختیا غوښتنه کړې وه.

 

د هند کشمیر کې وسله وال برید په تړاو د پاکستان بهرنیو چارو وزارت هم خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

 

دغه برید د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، ملګرو ملتونو او یو شمېر نورو هېوادونو له لوري غندل شوی دی.

 

که څه هم هند د برید په تړاو په رسمي ډول کومه وسله واله ډله یا هېواد نه دی تورن کړی، خو لومړي وزیر نریندرا مودي ډاډ ورکړی، چې عدالت په پلی کړي.

# #India #Kashmir #Afghanistan

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه