سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهورخم ې راستنېدونکو کډوالو ته د ښه راغلاست په موخه لوی بینرونه...

ورخم ې راستنېدونکو کډوالو ته د ښه راغلاست په موخه لوی بینرونه چاپ او په بېلابېلو بلبوردونو کې نصب شوي دي

ويب ډيسک

د تورخم د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې ځايي مسؤل مولوي صدیق‌الله قریشي وایي چې د تورخم په عمري کیمپ کې راستنېدونکو هېوادوالو ته د ښه راغلاست او ډاډګیرنې په موخه لوی بینرونه چاپ او په بېلابېلو بلبوردونو کې نصب شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې دا هڅه شوې ترڅو راستنېدونکي افغانان د امن، همکارۍ او نوي ژوند پیل ته وهڅول شي.

 

قریشي همداراز وویل چې د راستنو شويو کورنیو لپاره لارښودپاڼې چاپ شوې، معلوماتي غرفې اېښودل شوې او د موټرو او موظفینو له خوا شپه او ورځ عامه پوهاوی او ضروري معلومات ورکول کېږي.

د هغه په وینا، د کرښې څخه تر خپلو سیمو پورې د راستنېدونکو افغانانو ټول مراحل په آسانۍ سره ترسره کېږي، او په دې برخه کې کومه ستونزه نه‌لیدل کېږي. نوموړي د اطلاعاتو او کلتور وزارت، د ننګرهار ولایت مقام او د عمري کیمپ له مسؤلینو څخه د ملاتړ او همکارۍ مننه هم وکړه.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه