سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغانستان او قزاقستان د ترمنځ د ۱۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۲۰...

افغانستان او قزاقستان د ترمنځ د ۱۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۲۰ هوکړه لیکونه لاسلیک شوي دي.

ويب ډيسک

د افغانستان د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د افغانستان او قزاقستان د خصوصي سکتورونو ترمنځ د ۱۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۲۰ هوکړه لیکونه لاسلیک شوي دي.

دغه وزارت پرون ناوخته پر ایکس پاڼې/پخواني ټویټر لیکلي،” ۱۷ سوداګریز او ۳ د همکارۍ هوکړه لیکونه د قزاق-افغان د سوداګریزې مجموعې تر نامه لاندې په یوې ناسته کې لاسلیک شول”.

د سه شنبې ورځې په ناسته کې د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ د وزارت سرپرست نورالدین عزیزي او د قزاقستان د صدراعظم مرستیال سریک ژومانګارین ګډون درلوده او دواړو خواوو د هوکړه لیکونو د عملي کیدو پر اهمیت ټینګار وکړ.

د قزاقستان پلاوی تازه کابل ته راغلی او غواړي په افغانستان کې د تیلو، ګازو، معدنونو او نورو زیربنايي برخو کې پانګونه وکړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه