ويب ډيسک
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان خبر ورکړی، چې دغه هېواد د افغان کډوالو ستونزو او شکایتونو ته د رسېدو لپاره ایالتي مرکز پرانېستی دی.
صادق خان ویلي، چې یاد مرکز به ۲۴ ساعته په اوونۍ کې پرانېستی وي، څو افغان کډوال د اخراج په لړۍ کې د پاکستاني پولیسو د ناوړه چلند او ځورونو په اړه شکایتونه ثبت کړي.
له کابله د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار له ستنېدو وروسته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر سره په ټیلیفوني خبرو کې هم د یاد مرکز د پرانېستل کېدو خبر ورکړل شوی و.
که څه هم طالبانو او پاکستان د افغان کډوالو د باعزته او په خوندي توګه د ستنېدو پر پروسې هوکړه کړې ده، خو لا هم له دغه هېواده اخراج کېدونکي کډوال د پراخو ستونزو او ځورونو شکایتونه کوي.
له دې وړاندې راپورونه ورکول شوي وو، چې پاکستاني پولیس د افغان کډولو اموال او د کور وسایل چور او یا ضبطوي، چې یو شمېر نړیوالو بنسټونو هم په دې اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.
# #Afghanistan #Pakistan #IFRPHelplines


