ویب ډیسک
د پاکستان پخوانی صدراعظم، عمران خان له زندان څخه د افغان کډوالو په ملاتړ او له ا.ا سره د خبرو اترو د اسانتیا لپاره د پریکړې د تصویب غوښتنه کړې ده.
د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر، عمران خان د راولپنډۍ په اډیاله زندان کې د ګوند له لوړ پوړو غړو سره په کتنه کې د پاکستان له خاورې څخه د افغان کډوالو د راستنېدو لپاره د ضرب الاجل د غځولو غوښتنه کړې ده.
د پاکستان د تحریک انصاف ګوند ویاند، شیخ وقاص اکرم ویلي چې ښاغلي خان په دې کتنه کې وړاندیز کړی و چې د خیبر پښتونخوا ولایتي شورا دې یو پریکړهلیک تصویب کړي چې له مخې به یې د پاکستان فدرالي حکومت مکلف وي چې د ولایتي حکومت او افغان طالبانو ترمنځ د خبرو اترو اسانتیاوې برابرې کړي.
عمران خان ټینګار کړی چې د ترهګرۍ څپې په خیبر پښتونخوا ولایت باندې ویجاړونکی اغیز کړی او د افغان چارواکو سره مستقیمې اړیکې کولی شي د دې بحران شدت کم کړي.
په هغه پیغام کې چې د وقاص اکرم لخوا په ایکس ټولنیز شبکه کې خپور شوی، ویل شوي: “د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ باید له فدرالي حکومت څخه وغواړي چې د افغان کډوالو د ایستلو لپاره وخت وغځوي او ولایتي حکومت ته اجازه ورکړي چې له طالبانو سره مستقیمې خبرې اترې وکړي.”
تر دې مخکې د تحریک انصاف ګوند د افغان کډوالو د ایستلو د پروسې پر ضد اعتراض کړی و. د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر او د ګوند یو لوړ پوړي غړي علي امین ګنډاپور هم دا پالیسي بې ثباته او زیانمنونکې وبلله.
د پاکستان حکومت د ۲۰۲۵ کال د اپریل راهیسې د ناثبت شویو افغان کډوالو د ایستلو نوې لړۍ پیل کړې ده. راپورونه ښيي چې یوازې په تیرو دوو اونیو کې له ۶۰،۰۰۰ څخه ډیر کډوال یا افغانستان ته راستانه شوي یا په زوره ایستل شوي دي. د افغان کډوالو په وړاندې د حکومت سخت سیاست له پراخو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوی دی.


