دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغانستان بهرينو چارو وزارت،د شريعت پر احکامو نیوکه د زغملو نه ده

افغانستان بهرينو چارو وزارت،د شريعت پر احکامو نیوکه د زغملو نه ده

ویب ډیسک

د بهرنیو چارو وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي، بادغيس، نيمروز او فراه ولايتونو کې د قصاص حکم د تطبيق په اړه د ملګروملتونو د سیاسي استازولۍ يوناما څرګندونې چې قصاص په‌کې د ژوند حق خلاف بلل شوی او د دغه حکم د لغو کولو غوښتنه يې کړې، غيرمسؤولانه او له اسلامي احکامو پر ناخبرۍ ولاړ عمل دی.

 

خبرپاڼه کې ویل شوي چې لکه څنګه چې شریعت کې د شرعي حدودو له تطبيق څخه انکار نه‌شي کېدی، اسلامي امارت هم د قصاص حکم تطبيق خپل مکلفيت بولي.

 

بهرنيو چارو وزارت ویلي چې د اسلامي شريعت پر احکامو د نقد جسارت يو غيرمسؤولانه، د يوناما د ماموريت خلاف او د نه‌زغم عمل دی چې بايد په راتلونکې کې ترې په جدي ډول ځان وساتي.

 

د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د قصاص حکم د اسلامي امارت د محاکمو له قضايي پروسې سره سم، له هر اړخیزو څېړنو وروسته تطبیق کیږي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه