ویب ډیسک
د افغانستان د ماين پاکۍ د همغږۍ او انسجام رييس قاري نورالدين رستمخېل ويلي چې، د هېواد په ټولو ۵ زره ۱۴۳ ثبت شويو سيمو کې ۳ زره ۹۹۳ سيمې د ماينونو او ناچاودو توکو څخه پاکې شوې دي.
هغه زياته کړې، له بده مرغه لا هم یو زر او ۱۵۰ سیمې د ماینونو له ګواښ سره مخ دي، چې باید پاکې شي.
نوموړي افغانستان کې د ماين پاکۍ پروګرام له سياسي مسائلو پرته پر ملاتړ ټينګار کړی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وایي، “افغانستان لا هم په پراخه ډول په ناچاودو توکو باندې ککړ دی. له ۳.۳ میلیون څخه زیات کسان د ماينونو او ناچاودو توکو په یو کیلو مترۍ کې ژوند کوي او هره میاشت تر ۵۵ پوری کسان چی ۸۰ فیصده یې ماشومان دي د ماينونو او ناچاودو توکو چاودنو کې مړه او یا تپیان کیږي.”


