ويب ډيسک
د پاکستان پخواني لومړي وزیر او د پاکستان تحریک انصاف بنسټ ایښودونکي عمران خان درې خویندې په راولپنډۍ کې پولیسو نیولي دي.
د راپور له مخې، د راولپنډۍ پولیسو د عمران خان درې خویندې، د تحریک انصاف مشره عالیه حمزه صاحبزاده حامد رضا او نور کسان نیولي دي.
پولیسو نادیه خټک او د عمران خان د تره زوی قاسم خان هم توقیف کړل.
د یادونې وړ ده چې د تحریک انصاف مشران او کارګران د اډیاله زندان بهر د احتجاج لپاره راټول شوي وو.
له دې مخکې عليمه خان له رسنيو سره د خبرو پر مهال ويلي وو چې که موږ ته د عمران خان سره د ليدلو اجازه ورنه کړل شي، نو موږ به دلته کښېنو.


