سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهټرمپ افغانستان لپاره ټولې د خوړو اړوند مرستې بشپړ ډول بندوي

ټرمپ افغانستان لپاره ټولې د خوړو اړوند مرستې بشپړ ډول بندوي

ویب ډیسک

رویټرز راپور ورکړی، چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره غواړي د افغانستان او یمن لپاره ټولې د خوړو اړوند مرستې پای ته ورسوي.

 

د راپور له مخې په دې پرېکړه کې د خوړو نړیوال پروګرام، د ملګرو ملتونو د وګړو وجهي صندوق او یو شمېر نور سازمانونه شامل دي، چې د یادو ادارو د تړل کېدو اندېښنې هم ورسره پیدا شوې دي.

 

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دې وړاندې د افغانستان په ګډون ټولې بهرنۍ مرستې تړلې دي، چې د راپورونو له مخې نړیوال خوراکي سیستم او سازمانونه یې له ځوړ سره مخ کړي دي.

 

رویټرز زیاتوي، چې دا کمښت د هغه پراخ پلان برخه ده چې روانه اوونۍ د امریکا بهرنیو چارو وزارت او نړیوالې پراختیايي ادارې یا USAID له خوا عملي شوې، چې له مخې یې له لسګونو هېوادونو سره مرستې کمې کړې دي.

 

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما له نړیوالې ټولنې غوښتنه وکړه څو له افغانانو سره خپلې بشري او حیاتي مرستې روانې وساتي.

 

د ملګرو ملتونو د تازه راپور له مخې په افغانستان کې نږدې ۲۳ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري، چې د کمښت او تړل کېدو له امله یې په هېواد کې پر روغتیايي، بشري او نورو برخو پراخ منفي اغېز کړی دی.

 

کارپوهان په اوس مهال کې نړیوالو بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا جدي ګڼي او ټینګار کوي چې نړیواله ټولنه په ځانګړې توګه امریکا باید د لاسنیوي برخه کې خپل مسوولیت ومني او مرستې بندې نه کړي.

# #Afghanistan #US #USAID #WHO #UN

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه