ویب ډیسک
پاکستانۍ رسنۍ وايي، د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له خپل پاکستاني سیال اسحاق ډار سره په ټیلیفوني خبرو کې په افغانستان کې له امریکايي ځواکونو د پاتې وسلو او نظامي تجهیزاتو په اړه خبرې کړې دي.
د راپورونو له مخې په دې خبرو کې روبیو د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر سره د یادو نظامي تجهیزاتو د موضوع حل په اړه بحث کړی، خو په تړاو یې نور جزییات نه دي ورکول شي.
امریکايي چارواکي داسې مهال پاکستان سره په افغانستان کې د پاتې وسلو او نظامي تجهیزاتو د موضوع حل په اړه خبرې کوي، چې څو ورځې وړاندې پاکستاني رسنیو راپور ورکړ، چې په بګرام هوايي اډه کې یوې امریکايي پوځي الوتکې ناسته کړې ده.
دا خبر د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رد کړ او ټینګار یې وکړ چې امریکايي پوځیانو ته یې اړتیا نشته او نه اجازه ورکوي چې افغانستان ته راشي، خو له دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ځلونو ویلي، چې بګرام هوايي اډه او امریکايي وسلې به له طالبانو واخلي.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي څو ورځې وړاندې له یوې بهرنۍ رسنۍ سره خبرو کې وویل چې په افغانستان کې له امریکايي ځواکونو پاتې وسلې او نظامي تجهیزات د طالبانو غنیمت دی او هېڅکله به یې امریکا ته ونه سپاري.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه میاشت ازبکستان د افغان ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو ۷ پوځي چورلکې امریکا ته وسپارلې، چې طالبانو یې د بېرته ستنولو غوښتنه کړې ده.
ولسمشر ټرمپ وايي، په افغانستان کې یې له ځواکونو د لسګونو میلیاردو ډالرو په ارزښت وسلې او نظامي تجهیزات پاتې دي، چې ټینګار کوي، مخکېني ولسمشر جو بایډن په نامسووله توګه طالبانو ته په لاس ورکړي دي.
له دې سره کارپوهان هم ټینګار کوي چې په افغانستان کې له امریکايي ځواکونو پاتې نظامي تجهیزات د افغانستان په ملکیت کې دي او ټینګار کوي چې نړۍ دې طالبانو ته له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره نوې وسلې هم ورکړي.
طالبانو له دې وړاندې هم ټینګار کړی، چې افغانستان کې له دا.عش وسله والې ډلې سره د مبارزې لپاره نورو نظامي تجهیزاتو او وسلو ته اړتیا لري خو په افغانستان کې د پاتې وسلو په اړه یې د امریکا او پاکستان وروستیو خبرو ته غبرګون نه دی ښودلی.
# #Afghanistan #US #Pakistan #Politics #Weapons


