دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغانستان کې په هرو لسو ثانیو کې یو ماشوم پر خوارځواکۍ اخته...

افغانستان کې په هرو لسو ثانیو کې یو ماشوم پر خوارځواکۍ اخته کېږي

ویب ډیسک

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په افغانستان کې په هرو لسو ثانیو کې یو ماشوم پر خوارځواکۍ اخته کېږي.

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وایي چې سږ کال به په افغانستان کې ۳.۵ میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ ښکار شي.

د WFP د افغانستان څانګې چارواکو د روغتیا نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې افغانستان اوس مهال د ماشومانو د خوارځواکۍ برخه کې تر ټولو سخت بحران سره مخ دی.

یاد سازمان ټینګار کړی چې که کافي بودیجه موجوده وي، دا بحران د مخنیوي وړ دی او دوی کولای شي اغېزمنو ماشومانو او میندو ته کافي خواړه ورسوي.

د خوړو نړیوال پروګرام تر دې وړاندې هم د بودیجې د کمښت له امله اندېښنه ښودلې وه او خبرداری یې ورکړی و چې دا وضعیت د خوارځواکۍ له امله د ماشومانو ژوند له خطر سره مخ کوي.

هېواد کې داسې مهال د مور او ماشوم د روغتیا په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي، چې تازه د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف په خپل راپور کې ویلي، چې افغانستان کې هرو ۴۰ میندوارو مېرمنو کې یوه په زېږون مري.

د روغتیا برخې فعالان په هېواد کې د مور او ماشوم د روغتیا په اړه د ملګرو متلونو وروستي راپورونه ګواښوونکي بولي او ټینګار کوي، چې په کور دننه دې د چمتوالي سربېره، نړیوالې مرستې زیاتې شي.

# #Afghanitan #UN #WFP #Health

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه