یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغانستان واکمن وايي ګاونډيان هېوادونه يي نه غواړي چې افغانستان پرمختګ وکړي

افغانستان واکمن وايي ګاونډيان هېوادونه يي نه غواړي چې افغانستان پرمختګ وکړي

ویب ډیسک

د ا.ا د عامې روغتیا وزیر له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو جبري ایستل د افغانستان له پرمختګ څخه د دغو هېوادونو د وېرې پایله بللې او پر افغان کډوالو یې غږ کړی چې هیواد ته راستانه شي او په ابادۍ کې یې برخه واخلي.

د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت سرپرست، نور جلال جلالي پرون (شنبه، د حمل ۱۶مه) د کابل په پل چرخي سیمه کې د نوي ترمینل د پرانیستلو پرمهال په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو پر وضعیت ښودلې ده او پر ګاونډیو هېوادونو یې نیوکه کړې چې دا هیوادونه د افغانستان د ودې او پرمختګ د نندارې زغم نه لري، ځکه یې د کډوالو د جبري ایستلو پروسه ګړندۍ کړې ده.

د هغه په ​​وینا، زرګونه افغانانو چې په دغو هیوادونو کې یې په ډېره سختۍ سره شتمنۍ او جایدادونه موندلي، اوس د خپلو شتمنیو د ضبط، ځورونې او له ایران او پاکستان څخه په زوره ایستلو سره مخ دي.

هغه پر افغان کډوالو هم غږ کړی چې هیواد ته راستانه شي او خپله پانګه او انرژي د افغانستان د بیارغونې لپاره وکاروي.

له وروستیو اوونیو راهیسې له ګاونډیو هیوادونو څخه د افغان کډوالو جبري ایستل زیات شوي. یوازې له پاکستانه تر دې دمه له ۸۰۰ زرو ډېر افغان کډوال ایستل شوي، او پاکستاني چارواکو ټینګار کړی چې دوی پلان لري چې د روان کال تر پایه پورې له ۳ میلیون څخه ډیر افغان کډوال بیرته خپل هیواد ته واستوي.

ایران او پاکستان په تیرو لسیزو کې د میلیونونو افغان کډوالو کوربه‌توب کړی، خو له هغه وخت راهیسې چې اسلامي امارت په افغانستان کې واک ته رسېدلی، په دغو هېوادونو کې پر افغان کډوالو فشار په بې ساري ډول زیات شوی دی.

د کډوالۍ د نړیوال سازمان د شمېرو پر بنسټ، سږ کال له ۱٫۲ څخه ډیر افغانان له ایران څخه هیواد ته راستانه شوي، چې شاوخوا ۶۷ سلنه یې په زوره ایستل شوي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه