ویب ډیسک
ملګري ملتونه له بسپنه ورکونکو څخه غواړي چې له افغانستان سره مهم ملاتړ ته دوام ورکړي
په افغانستان کې ملګري ملتونه له نړیوالو مرستندویه ټولنو څخه غواړي تر څو د افغانانو لپاره خپل مهم ملاتړ ته په ۲۰۲۵ کال کې دوام ورکړي، چیرته چې ۲۲.۹ میلیونه خلک مرستې ته اړتیا لري.
دا غوښتنه د افغانستان د همغږۍ ډلې د دې اونۍ په استانبول کې د غونډو څخه مخکې کېږي، چې د بسپنه ورکوونکو غړوهېوادونو، نړیوالو مالي ادارو او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) استازي پکې شامل دي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې مرستیال او د بشري مرستو په برخه کې همغږي کوونکي انډریکا راټواټه وویل: ” که موږ غواړو چې له افغانانو سره د بېوزلۍ او کړاوونو په له مینځه وړلو کې مرسته وکړو، نو موږ باید د بیړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره وسایل ولرو او په ورته وخت کې د اوږدمهاله انعطاف او ثبات لپاره بنسټ کېږدو.”
“سره له دې چې افغانانو ته د مرستو رسولو په برخه کې پیچلې ننګونې شته دي، موږ باید د ژوند ژغورنې مرستې څخه د دوامداره حل لارو تدریجي لیږد ته دوام ورکړو چې د زیان مننې اصلي لاملونو ته رسیدګي وشي. دا چاره د افغانستان، سیمې او نړۍ لپاره خورا مهمه ده.”
په ۲۰۲۴ کال کې، د بشري مرستو او بنسټیزو بشري اړتیاوو شریکانو د افغانانو د ملاتړ لپاره په ګډه ۳.۲۱ میلیارده امریکايي ډالر راټول کړل، چې د تېر کال د بودیجې له کچې څخه ډیر وو.
د بسپنه ورکوونکو د سخاوتمندانه مرستو پر مټ ملګري ملتونه او د هغې شریکان توانېدلي چې د ژوند ژغورونکو بشري مرستو عملي پایلې وړاندې کړي، بنسټیزو خدماتو ته دوام ورکړي او د افغانانو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو مقاومت پیاوړی کړي، لکه څنګه چې د ۲۰۲۴ کال لپاره د افغانستان د ملګرو ملتونو کلني پایلو راپور کې روښانه شوې او د مشورتي همغږۍ ډلې غونډې سره یوځای خپور شو.
د نړیوال تمویل بحران او د بشردوستانه او اساسي بشري اړتیاوو په پروګرامونو باندې د هغې ډراماتیک اغېز کولی شي په تیرو څلورو کلونو کې د افغانستان د ثبات په برخه کې ترلاسه شوي نازک پرمختګونه، لکه د خوړو د خوندیتوب کچه ښه کېدل او معتدله اقتصادي وده، له خطر سره مخ کړي. که د انعطاف په برخه کې د لږ تر لږه پانګونې ساتنه ونشي، دا به افغانان د منفي بدیل میکانیزمونو لکه غیر قانوني کډوالۍ ته اړ کړي، چې له دې سره به دوی له جدي خطرونو سره مخامخ شي او په سیمه باندې به اضافي فشار راوړي.


