یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپاکستان وايي ،په افغانستان کې له امریکا پاتې وسلې د دوی پر...

پاکستان وايي ،په افغانستان کې له امریکا پاتې وسلې د دوی پر ضد کارېږي

ویب ډیسک

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د ماموریت مستشار سید عاطف رضا وايي په افغانستان کې له امریکا پاتې وسلې د دوی پر ضد کارېږي.

 

هغه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په وینا کې څرګنده کړې چې په افغانستان کې له امریکایي ځواکونو د میلیاردونو ډالرو وسلې پاتې دي چې یوه برخه یې د دوی د خلکو او ځواکونو پر ضد کارېږي.

 

دا لومړی ځل نه دی چې پاکستاني چارواکي ورته ادعا کوي. له دې مخکې هم پر طالبانو نیوکې شوي چې تر تسلط لاندې سیمو کې یې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي غړي فعالیت کوي.

 

د چارو ځينې شنونکي وایي چې له امریکایي ځواکونو د پاتې وسلې یوه برخه د طالبانو له تسلط وروسته پاکستان ته قاچاق شوې او په تور بازار کې پلورل شوې چې ښايي د ځینو وسله والو لاس ته ورغلې وي.

 

طالبان بیا د پاکستان په ناامنۍ کې خپله ونډه ردوي او هلته روانه ناامني د هغه هیواد کورنۍ مسئله بولي.

 

# #Pakistan #Afghanistan #USArms

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه